د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، تمه ده واشنګټن به له مسکو سره د افغان سولې په تړاو شوي پرمختګونه شریک کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي تاس خبري آژانس ته ویلي، د همدې لپاره واشنګټن ته ځي، چې امریکا ورسره دغه معلومات شریک کړي.
د هغه له خبرو معلومېږي، چې واشنګټن د قطر له وروستیو خبرو تر اوسه معلومات نه دي ورکړی، خو کابلوف وايي، دوی هیله مند دي، چې امریکا به د طالبانو له استازیو سره د وروستیو تماسونو او خبرو په اړه معلومات شریک کړي.
تر دې وړاندې د افغان سولې په تړاو کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په انقر کې سره لیدلي و او پر سوله یې خبرې کړې وې، خو دا ځل نوموړی واشنګټن ته ورځي تر چې د خبرو جزیات تر لاسه کړي.
کابلوف ویلي، چې دی به سبا چهارشنبې د کب ۲۹ مه په دوه ورځني سفر واشنګټن ته ولاړ شي او ډاډ دی، چې امریکا به ورته د قطر د خبرو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.
د روسیې استازی پر داسې مهال امریکا ته دي، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ ۱۶ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او دواړو لورو په کې د پرمختګونو پخلی وکړ.
ټاکل شوې امریکا او طالبان یو ځل بیا د روانې مارچ میاشتې په ورستیو کې په قطر کې سره جرګه شي، خو تر اوسه یې د غونډې کره نېټه نه ده معلومه.
جمهورخبري آژانس:کابل