د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د کرکټ وتلی ستوری راشد خان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا یونیسف د ښه نیت د سفیر په توګه نومول شوی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف نن چهارشنبې د کب ۲۹ مه په یوه اعلامیه کې ویلي له دې سره به شل کلن راشد خان د نجونو د زدهکړو د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په لهمنځه وړلو او د واکسين د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د يونېسف ادارې استازې ادېل خضر د راشد خان مننه کړې چې تردې مخکې هم د ماشومانو حقونو ته ژمن و.
په اعلاميه کې راغلي، په افغانستان کې ٧ میليونه او ٣ لکه ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او شپږلکه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي، په شديدې خوارځواکۍ اخته دي.
په ورته وخت کې راشد خان د يونېسف ادارې مننه کړې چې د روغتيا، تعليم او تغذيې په برخه کې د همکارۍ لپاره يې ورته زمينه برابره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل