سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او ویل کېږي نېږدې ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار