د مدني فعالانو او رسنیو د استازو ګډه ډله ټینګار کوي، چې د قطر بین الاافغاني ناسته کې ګډون کوونکي افغان سیاسیون باید له طالبانو سره پر اوربند خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مدني ټولنې او رسنیو استازو نن شنبې د چنګاښ ۱۵ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دغه ډلې په اعلامیه کې ټينګار وکړ، چې اوربند باید د دوی د خبرو لومړیتوب وي.
د مدني ټولنې غړي یوسف رشید و ویل، چې د غونډې ګډونوال باید له طالبانو سره پر اوربند او د جګړې په درولو ټینګار وکړي او د باور داسې فضا رامنځ ته کړي، چې پر مټ یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.
د هغه په وینا د غونډې ګډونوال نه باید د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په لټه کې شي، بلکې د افغانستان ملي ګټې او اساسي ارزښتونه په پام کې ونیسي او له طالبانو سره پرې خبرې وکړي.
دغه راز د رسنیو په استازیتوب فریده نېکزاد و ویل، چې د قطر د تېرو خبرو جزیات له ولس سره نه دي شریک شوي او د بین الاافغاني ناستې ګډونوالو ته په کار ده، چې له طالبانو سره د خبرو له جزیاتو ولس خبر کړي.
د خبریالانو د ټولنې مشر فهیم دشتي هم و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو جزیات له افغان ولس سره نه دي شریک شوي او خلک په دې اړه اندېښنې لري.
د هغه په وینا نه یوازې له خلکو بلکې فکر کوي، چې د دغه خبرو جزیات ان د افغان حکومت له مشرانو سره هم نه دي شریک شوي.
د مدني ټولنې او رسنیو فعالان پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا نن د افغان سیاسیون یو ۳۰ کسیزه پلاوی قطر ته روان شو.
دغه پلاوی به په هغه بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي، چې د جرمني او قطر په هڅو او کوربتوب سبا یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.
دغه غونډې ته له تلونکي پلاوي هم دوه کسانو عمر زاخېلوال او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سیلم وایي، دې غونډه کې به هڅه وشي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش