د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې د وړمې شپې خونړی برید په کلکه غندلی وایي، امریکا غواړي د سولې پروسه چټکه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې په یوه ټوېټ کې وروسته له هغې کړې، چې وړمه شپه د کابل په یوه هوټل کې د واده په مراسمو ځانمرګي برید ۶۳ تنه و وژل او ۱۸۰ نور یې ټپیان کړل.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست او په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا برید د عاصم ال پاکستاني په نوم د دوی یوه بریدګر کړی دی.
خلیلزاد همدې برید ته په اشارې ویلي، چې د بین الاافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړی شي.
هغه لیکلي«د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو او دا بریا د داعش ماتولو ته افغانان لا سره غښتلي کوي.»
خلیلزاد په دې ټوېټ کې ټینګار کړی، چې د داعش ماتولو لپاره د افغانانو غښتلی دریځ اړین دی.
جمهورخبري آژانس:کابل