د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د طالبانو د قطر دفتر ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په خبرو کې یې د موقت حکومت په رامنځ ته کولو سلا کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون الجزیرې تلوېزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي و، چې امریکايي استازي او طالبان د یوې ۱۴ میاشتنۍ منځمهالې ادارې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.
الجزیرې دا هم ویلي، چې طالبان په دغه موده کې د واشنګټن له لوري د افغان حکومت ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې په هوکړه کې باید یو لنډ مهالی حکومت هم شامل وي، چې طالبانو ته په کې مهم وزارتونه ورکړل شي.
خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دا راپور په کلکه رد او بې بنسټه بللی دی.
خلیلزاد ویلي« کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپرېږي، حقیقت نه لري.»
هغه ټینګار کړي«هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي»
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغه راپور تر خپرېدو وروسته په یوه ټوېټ کې ویلي، کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې لا هم د افغان سولې په تړاو نهم پړاو خبرې دوام لري او ویل کېږي دواړه لوري په ګڼو مواردو سره موافقې ته رسېدلي دي.
ویل کېږي ډېر ژر به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او له هغې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل