په چین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډلې ویاند ادعا کوي چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په مرستیال کې زیاته پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبې د غوايي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په چین کې د افغانستان له سفیر بلال کریمي سره یې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د لویو او کوچنیو کچو د کانونو قراردادونو په اړه خبرې اترې وکړې.
دلاور وويل، چې د افغانستان د استخراجي صنايعو په برخه کې د پانګونې شرايط روښانه دي، موږ د پانګونې زمينه مساعده کړې ده، چې يو له مهمو شرطونو څخه يې په هېواد کې د سل په سلو کې پروسس کول دي، څو ټول ملي او نړيوال پانګه وال وکولای شي د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
په چین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو سفیر بلال کریمي ویلي چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې زیاته پانګونه وکړي.
جمهورخبري آژانس