د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې د کابل – سروبي سړک پاتې چارې به هم ژر بشپړې شي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د کابل – سروبي "لته بند" سړک څخه لیدنه وکړه.
طالبانو ویلي چې د فواید عامې وزارت غواړي چې د کابل – سروبي سړک پاتې چارې له لته بند څخه پیل کړي او په ټاکلي موده کې یې پای ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس