۰
تازه احصایه:

د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۲۳۰۰ خبریالان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي

شنبی ۱۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۷
په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۲۳۰۰ خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۲۳۰۰ خبریالان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي
په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۲۳۰۰ خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

دغو خبريالانو د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل چې طالبانو په هرو پنځو ورځو کې يو خبريال له څه باندې دوه نيمو کلونو راهيسې نيولى او بندي کوي.

د راپور له مخې د ۱۳۹۳ لمریز کال د اسد له ۲۴ څخه تر ۱۱ ثور ۱۴۰۳ پورې د طالبانو له خوا شاوخوا ۲۰۰ خبریالان بندیان او شکنجه شوي دي.

راپور زیاتوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال تر پایه ۴۶ خبریالان، په ۲۰۲۲ کال کې ۷۳ خبریالان، په ۲۰۲۳ کال کې ۵۴ خبریالان او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۴ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.

په جلاوطنۍ کې میشتو خبریالانو ویلي چې "طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د راتګ له پیل څخه په هرو دریو ورځو کې یو خبریال او د رسنیو یو کارکوونکی د همدې کال تر پایه پورې، په ۲۰۲۲ کال کې په هرو پنځو ورځو کې یو خبریال او په ۲۰۲۳ کال کې په هرو اوو ورځو کې یو خبریال زنداني کړ." ژورنالیست او په روان کال کې دې لړۍ زور اخیستی او د اپریل میاشتې تر پایه طالبانو په هرو پنځو ورځو کې یو خبریال او د رسنیو یو کارکوونکی نیولی دی.

په راپور کې راغلي چې څلور خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي او پاتې نور خوشي شوي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له خوا د ۱۹۸ خبریالانو او رسنیو د کارکونکو له ډلې څخه ۱۷۰ یې له افغانستانه وتلي دي.

په جلاوطنۍ کې مېشت خبریالان وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې له افغانستانه شاوخوا ۲۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي دي.

په جلاوطنۍ کې خبريالانو په خپل راپور کې ليکلي: خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو په خپلو مرکو کې د طالبانو د زندانونو او توقيف ځايونو انځور جوړ کړی چې د دوهمې نړيوالې جګړې د نازي ځواکونو د وحشتناکو زندانونو يادونه کوي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي