په جنوب ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، بهرنیو ځواکونو په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په نشراتي مرکز برید کړی او د شریعت غږ راډیو یې له منځه وړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنوب ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو نن یکشنبې د وږي ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نړیوالو ځواکونو تېره شپه د طالبانو په نشراتي مرکز برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د طالبانو دغه نشراتي مرکز او رادیو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په برکت سیمه کې و، چې بهرنیو ځواکونو پرې هوایي برید وکړ او له منځه یې یووړ.
خو وسله والو طالبانو بیا د شریعت غږ رادیو له منځه وړلو خبرونه رد کړي او وایي دوی اوس هم نشرات لري.
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم د دوه پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان په هوايي برید کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل