د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له طالبانو سره تر اوسه د سرتېرو د ایستلو پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې ښې مخ ته روانې دي، خو تر دې دمه د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې د سرتېرو د ایستلو پر سره کومې معاملې ته نه دي رسېدلي، خو هڅه کېږي، چې دا مساله نهايي شي.
ټرمپ وړمه ورځ دا هم ویلي وو، چې د هوکړې وروسته به هم تر ۸۶۰۰ پورې امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې وي.
خو طالبانو ټینګار کړی، چې باید ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه وایستل شي او د ځواکونو په کمولو هوکړه نه کوي.
طالبانو دا خبرداری هم ورکړی و، تر چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي د دوی جګړه به دوام ولري.
ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکايي او طالب استازو تر منځ له تېرو ۹ ورځو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې مذاکرات لا هم دوام ولري.
د تېرو ناستو وروسته دواړو لورو خوشبیني ښودلې وه، چې موافقې ته ډېر نېږدې شوي او ځینو طالب سرچینو خو ان د هوکړې د نهايي کېدو خبر ورکړی وو، خو د ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري، چې لا هم هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ به نن شنبې د وږي ۹ مه هم خبرې دوام ولري او هڅه کېږي، چې هوکړه لیک وروستی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل