د ولسي جرګې یو شمېر غړي د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لغوه کېدو په اشارې وايي، تر بل هر وخت افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو ښه فرصت برابر شوی دی.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن شنبې وږي ۲۳ مې په غونډه کې و ویل، افغان حکومت باید د طالبانو د ځپلو لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې اوپراتیفي عملیات زیات او پر هغوی ساحه تنګه کړي.
د جرګې غړي محمد الله بتاش و ویل، چې د امریکا له خوا د سولې خبرو لغوه کېدو سره هم له سیاسي او هم له اوپراتیفي لحاظه د طالبانو د ځپلو ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان دولت باید په هغه سیمو کې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، خپل اوپراتیفي او نور عملیات زیات کړي.
د هغه په وینا که چېرې حکومت دا کار ونه کړي او له فرصته ګټه وانخلي، بیا به د ټاکنو تر سره کېدو وروسته هم ونه شي کولی دغه موقعیت تر لاسه کړي.
په ورته وخت کې ځینې وکیلانو بیا وروستیو امنیتي پېښو او د لویو لارو په اړه اندېښنه وښوده او حکومت یې د امنیت په برخه کې په کمزوری تورن کړ.
د جرګې رییس میر رحمان رحماني، په کندوز، تخار، سرپل، میدان وردګ، غړي، فراه، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې و ویل، چې حکومت باید د دغه سیمو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي.
هغه په دې اړه د جرګې د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیونونو څخه هم وغوښتل، چې له امنیتي ارګانونو سره په ګډه امنیتي طرحې وړاندې او د امنیت په خوندیتوب کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
د امنیت په اړه اندېښنې پر داسې مهال راپورته کېږي، چې ټاکل شوې د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني