افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په اماني لېسه کې خپله رایه وکاروله او د رایې کارولو پر مهال یې خبرو کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولشمشر غني و ویل، چې په ټاکنو کې درغلي جرم دی او په اساسي قانون کې دا جرم روښانه شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د درغلې مخه نیول د هر افغان دنده ده او ټول باید د درغلۍ مخه ونیسي تر څو د ټاکنو شفافیت تضمین شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسون د کمېشنرانو ټاکلو کې یې یوازې یوه رایه درلوده او دې کمېشنرانو ټاکلو کې ټولو نوماندانو یو ډول رول درلود.
ولسمشر غني د رایې ور کولو مرکز کې د نن ورځې ټاکنې د جمهوریت تضمین او تاییدونکې وبللې ویې ویل، چې ټاکنې نن خلاصېږي او د پنځو کلونو لپاره به یو حکومت ولرو.
نوموړي د افغان د ټاکنو لپاره د افغان ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په ټاکنو کې ګډون ملي ګټو ته ژمنتیا ده.
ښاغلي غني د ټاکنو پر شفافیت د ټینګار تر څنګ له داخلي او نړیوالو څارونکو وغوښتل، چې په دقت او جدیت سره ټاکنې وڅاري تر چې د ټاکنو شفافیت تضمین شي.
ولسمشر و ویل، چې په ټاکنو کې هر ډول درغلي، جرم د اساسي قانون خلاف او هېچا ته د منلو نه ده او په دې برخه کې د رسنیو او څارونکو رول ډېرمهم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل