د افغانستان بانک چارواکي وايي، دوی توانېدلي، چې د پیسو د نړیوال صندوق ټاکنو موخو ته ځان ورسوي او د دغه بنسټ په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتو شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست وحیدالله نوشېر زیاته کړې، چې روانه اوونۍ به د افغانستان بانک او مالیې وزارت ګډ پلاوی امریکا ته ولاړ شي.
د هغه په وینا امریکا ته د بانک او مالیې وزارت د ګډ پلاوی د تګ موخه د آی اېم اېف په نړیواله کلنې غونډه کې ګډون دي.
نوموړي زیاته کړې، باوری دی، چې په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت وکولی شي د حکومت مالي بنسټونو راپور په بریالیتوب سره وړاندې کړي.
د افغانستان بانک سرپرست وايي، هغه شرایط چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا افغانستان ته ورکړل شوي و، هغه یې بشپړ کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل