نړیوال بانک وايي، افغانستان باید د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ پر مرکز بدل شي، چې ورسره سم به ډېرو پرمختګونو ته لار هواره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال بانک چارواکو دغه څرګندونې په واشنګټن کې د سیمه ییزې همکارۍ په اړه د نړیوال بانک، افغانستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان پنځه اړخیزه غونډه کې کړې دي.
په دغه پنځه اړخیزه غونډه کې په سیمه کې د انرژۍ د تولید، سوداګریزو همکاریو، ترانزیت، د انرژۍ د لېږد، بندرونو ته د لاسرسي او په سیمه کې د موجودو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
د نړیوال بانک چارواکو ویلي، افغانستان باید د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ پر مرکز بدل شي، چې ورسره سم به په سیمه کې ډېرو پرمختګونو ته لار هواره شي.
دوی ټینګار کړی، چې افغانستان له لارې د جنوبي او مرکزي اسیا اتصال او دغه راز د دغه هېواد له خاورې د انرژۍ او سوداګریزو توکو ترانزیت د ټولې سیمې په ګټه دی او په دې اړه باید پراخ کارونه وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په دې اړه همکاري وکړي.
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر د غونډې له ګدونوالوغوښتنه یې کړې چې د سیمه ییزو همکاریو لپاره هڅې پراخې کړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل