ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړو ته درناوی لرو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په دې اړه په خپل ټوېټر پاڼې لیکلي، سره له دې چې افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته تلوسه لري، خو د کمیسیون پرېکړې ته چې ددغه بهیر د شفافیت او عدالت لپاره شوې، درناوی کوي.
که څه هم پرون شنبې د تلې ۲۷ مه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ وه، خو کمېسیون و ویل، چې د ځینې تخنیکي ستونزو له امله نه شي کولی په ټاکلي وخت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، د انتخاباتو د شفافیت د تضمین لپاره يې پرېکړه کړې چې لومړنۍ پایلي په ځنډ اعلان کړي.
د هغې په وینا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې امله د افغانستان له شریفو خلکو او په ټاکنو کې له ښکېلو خواوو بخښنه غواړي چې د انتخاباتو ابتدايي پایلې یې اعلان نه کړې.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدایي پایلې به په یوه اونۍ کې اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:کابل