د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو مشرانو پرون چهارشنبې په لندن کې غونډه وکړه او په کې یې له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په غونډه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د ستونزو د حل او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.
د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم له خبریالانو سره خبرو کې د افغانستان د روانې جګړې په سوله ایز حل ټینګار وکړ ویې ویل، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
خو په وینا یې د افغان سولې د هڅو د ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار دا ده، چې افغان ځواکونو وروزل شي او تجهیز شي.
هغه و ویل«موږ له افغانستان سره د خپلو مرستیو دوام ته ژمن یو او په دې باور یو، چې د افغانستان د سولې د هڅو د ملاتړر تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل، له هغوی سره مرسته او سلا مشورې ورکول دي، تر چې طالبان پوه شي، چې هېڅکله د جګړې په ډګر کې بریالي کېدی نه شي.»
د ناټو مشر له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو او روانو هلو ځلو ملاتړ او ټنیګار یېوکړ، چې ناټو د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې د افغانستان د ستونزې حل ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د دغه پروسې په اړه د ناټو له ټولو ائتلافيانو او ملګرو سره له نېږدې خبرې کړې او ټول د افغانستان د ستونزې پر سیاسي حل سلا دي.
د ناټو سرمشنی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې خبرې تودې شوې او هیلې ورته ډېرې شوې دي.
د سولې د هڅو په لړ کې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه کابل ته راغلی او د ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله او یو شمېر سیاسیونو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.
جمهور خبري آژانس:کابل