د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د سیمه ییز امنیت په ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، په دې ناسته کې به د سیمې هېوادونود ملي امنیت سلاکاران برخه ولري.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی محب به د سیمې د امنیت په دغه ناسته کې د وینا تر څنګ د ځینو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو سره هم وګوري او په یوه لړ مسایلو به ورسره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل