د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، راتلونکو څلورو کلونو کې به تر شپږ لکه زیاتې افغان مېرمنې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دراني، چې پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه د ښځو د پياوړتیا دریم ملي کنفرانس وینا کوله و ویل، چې دغه وزارت د ښځو د اقتصادي ودې او پر ځان بساینې پروګرام پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروګرام پر مټ به په نېږدې کې کې ۶۷۰۶۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې، قوریې او شنې خونې جوړې کړي او ۴۲۰۶۰۰ مېرمنو ته به د چرګانو کوچني فارمونه، د مالدارۍ فارمونه، د پسونو د ساتنې فارمونه او د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي.
دغه راز ښاغلي دراني و ویل، چې کرنې وزارت به په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۰۵ زره او ۸۰۰ میرمنو ته د کرنې د تقاضا برخه کې روزنه ورکړي او ۲۰۰ نورو مېرمنو ته به د تولیداتو د بازارموندې په برخه کې ملاتړي پروګرامونه پلي کړو.
د کرنې د وزیر په وینا څلور کاله وروسته به وزارت وتوانېږي چې ۶۱۶ زره او ۶۰۰ مېرمنې د کرنیز سکټور په برخه کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا ژوند وکړي.
د یادونې ده، چې په کرنیز سکټور کې د ښځو د پیاوړتیا دریم ملي کنفرانس ته لسګونه په کرنیز سکټور کې بوختې مېرمنې راغلې دي او دوه ورځې به د کرنې وزارت د ښځو اړوند پالیسو باندې بحثونه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل