په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، افغان ځواکونه باید لا تجهیز او تمول او دغه راز طالبان باید وځپل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې هرات ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت عبدالقیوم رحیمي سره لیدنه کې کړې دي.
نوموړي په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات بریالي بللي او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید نور هم وځپل شي.
هغه ویلي، د طالبانو د ځپلو لپاره باید افغان ځواکونه لا تجهزیر او تمول شي او دغه راز د طالبانو پر ضد د عملیاتو پراخولو لپاره نوی پلان جوړ شي.
په ورته وخت کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم له بهرنیو ځواکونو غوښتي، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل