د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز وايي، د شکایاتو کمېسیون هغې پرېکړې ته یې پام دی چې له مخې به یې د اضافي مرکزونو د رایو بیا شمېرنه وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الیس وېلز په یوه ټوېټ کې په ټاکنیز بهیر کې د افغانانو ښکېلتیا ستایلې ویلي یې دي په داسې حال کې چې ټاکنیز کمېسیونونه د پایلو په نهايي کولو کار کوي، دوی په ټاکنیز بهیر کې د افغانانو ښکېلتیا ستايي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، دوی به سره له نن څخه د هغه ۲۲۰۰ څخه زیاتو شکایتونو اروزنه پیل کړي، چې د استیناف غوښتنه یې شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېشنر او ویاند قاسم الیاسي زیاتوي، دا بهیر به سر له نن شنبې مرغومي ۲۸ مه پیل او تر ۱۵ ورځو پورې دوام وکړي او وروسته به د ټاکنو پر نهايي پایله تمام شي.
قاسم الیاسي زیاتوي، چې د څه باندې ۲۲۰۰ استینافي شکایتونو د ارزونې او څېړنې بهیر به سر له نن شنبې مرغومي ۲۸ مې پیل شي.
د هغه په وینا دا ارزونه وروسته له هغې پیلوي، چې د تېرې پنشنبې تر مازیګر پورې یې له ټولو ولایتونو راپورونه تر لاسه او ومندل، چې د ۲۲۰۰ شکایتونو په اړه استیناف غوښتنه شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند زیاتوي، تر ډېره پورې دغه شکایتونو په اوو ولایتونو کې د ۵۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنې په اړه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل