۰

د ولسي جرګې پلاوی: نظامي ټانګونه د فراه په جمعه بازار کې پلورل کېږي

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
ولسي جرګې د فراه د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره تازه یو پلاوی لېږلی او وایي، د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ لا هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د ولسي جرګې پلاوی: نظامي ټانګونه د فراه په جمعه بازار کې پلورل کېږي
ولسي جرګې د فراه د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره تازه یو پلاوی لېږلی او وایي، د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ لا هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فراه ته دغه تللي پلاوي د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت ریاست او ظفر قول اردو د دوهمې لوا وضعیت ارزولی دی.

د دغه پلاوی له لوري په چمتو شوي راپور کې ویل شوي، چې فراه کې نظامي ټانګونه په جمعه بازار کې پلورل کېږي او د یوه ټانګ بیه ۲۵ زره دالره ده، په داسې حال کې، چې هر ټانګ ۲۷۰ زره ډالره قیمت لري.

د فراه والي د ولسي جرګې دغه پلاوی ته ویلي، چې دغه هاموي ټانګونه د مافیا له خوا په لوړ قیمت اخیستل کېږي او بیا د امتیاز په ډول طالبانو ته ورکول کېږي تر څو هغوی د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کې ترې ګټه واخلي.

خو په دې راپور کې نه دی ویل شوي او نه هم والي ویلي، چې دغه ټانګونه د چا له خوا پر چا پلورل کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د فراه د ښار په لس کیلومترۍ کې نا امنۍ دی او د دغه ولایت له لسو ولسوالیو پنځه هغه یې چې بکوا، ګلستان، خاک سفید، بالابلوک او شیب کوه د طالبانو تر کنرټول لاندې دي او اداري کارونه یې د فراه په مرکز کې تر سره کېږي.

راپور کې راغلي هغه ولسوالۍ چې د دولت په کنټرول کې هم دي، امنیتي پوستې یې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي او اکمالات ورته د ځمکې له لارې امکان نه لري.

د ولسي جرګې د پلاوی په راپور کې زیاته شوې، چې د فراه ۵۱۷ تمر شهرا هم د طالبانو په ولکه کې ده او د ښار شاوخوا امنیتي کمربند هم د امکاناتو او پرسونل له کمبود سره مخ دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې سیمه ییزه اداره هم د تشکیلاتو له کمښت سره مخ ده او د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ریاست هغه کارکوونکو، چې د طالبانو د مخکني برید پر مهال دندې پرېښې وې، ځایونه یې خالي، تجهیزات، اعاشه او البسه په منظم ډول د امنیه قوماندانۍ پرسونل ته نه رسېږي.

راپور کې دا هم ویل شوي، چې فراه کې طالبان په پرمختللو وسلو په ځانګړي ډول دوربین لرونکو او شپې لېدونکو ټوپکو باندې مجهز دي او پر امنیتي پوستو د برید پر مهال ګټه ترې اخلي خو امنیتي ځواکونو ته بیا تجهیزات په وخت نه رسېږي.

راپور کې زیاته شوې، چې د لرې پرتو امنیتي پوستو پرسونل هم په اونیو اونیو له اعاشې او اکمالاتو پرته د طالبانو په کلابندۍ کې راځي او قراردادیان ورته اعاشه نه رسوي.

د ولسي جرګې راپور وایي، که څه هم د امنیه قوماندان په توګه د جنرال فضل احمد او د ملي امنیت د رییس په توګه د عبدالصمد ټاکل کېدو سره فراه ښار کې امنیت څه ښه شوی دی، خو په ټول کې د دغه ولایت په امنیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، د شهاب الدین په نوم د اقراه شرکت استازی چې د امنیتي ځواکونو د اعاشې، غوښې، میوې، د ملي امنیت، جنايي او امنیه قوماندان د لوجیستیک لپاره کومې ۸۷ لکه افغانۍ غلا کړې، تر اوسه نه دی نیول شوی.

په دې راپور کې د جمع بندۍ په شکل ویل شوي، چې د فراه خلک، کشفي او استخباراتي مسوولین له اوسنی والي نا خوښه دي دي وايي، والي بې کفایته دی، د ولایت د لسو ریاستونو ریسان یې لرې کړي او پر ځای یې خپل کسان د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي