د مولوي انصاري همدې کار ته په توند غبرګون کې د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن و ویل، دغه ملا خپله مور، خور او ښځه نه لري، چې د ښځو له کار کولو سره مخالفت کوي؟
نوموړې و ویل«هر څومره چې پټه خوله شو دغه کس نه پوهېږي، حیف پر هغه مور چې مولوي انصاري غوندې زوی یې زېږولی، که افغان مېرمنې یو موټی نه شي، خپل حقوق نه شي تر لاسه کولی، د نړۍ په هېڅ ځای کې حق ورکړل شوی نه دی بلکې اخستل شوی دی، بې کفایت حج او اوقاف وزارت چېرته دی، چې مولوي انصاري په خپل سر د امروباالامعروف اداره جوړوي؟»
مېرمن روشن د ولسي جرګې غړو ته په خطاب کې و ویل، چې آیا استازي له دغه کس سره ولاړ دي، که چېرې د ولسي جرګې غړي په دې برخه کې جدي دریځ ونه نیسي، نو دا په اصل کې طالب او له تیارو سره یو ډول جوړ جاړی دی، چې ښځو ته د انسان فکر نه کوي، په داسې حال کې، چې افغان مېرمن عقل او وړتیا لري.
د ولسي جرګې دغه غړې ټینګار وکړ، چې د افغانستان مېرمن او افغان دولت باید د دې په وینا د دغه افراطي ملا پر وړاندې په کلکه ودرېږي.
د یادونې ده، چې د مولوي انصاري وروستي اقدام په ټولینزه شبکو هم د ګڼو خلکو تند غبرګونونه راپارولي او ان ځینې خو د دغه کار د بهرنیو هېوادونو په اشاره بولي.