د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي، چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې باید جمهوریت خوندي او عمومي اوربند وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له دفتره نن سه شنبې د سلواغې اوله خپره شوې خبرپاڼه کې له ټولو سیاسي لوریو غوښتي چې اختلافات ختم کړي او د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته کړي.
نوموړي ټینګار کړی، که چیرې د هېواد سیاسي مشران د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د اسلامي جمهوري نظام ساتنه خپله سره کرښه وټاکي او په ټول اتفاق نوموړی هدف په بین الافغاني، له امریکا، اروپا او سیمې سره په مذاکراتو کې تعقیب کړي، افغانان به د سولې په مذاکراتو کې له ماتې وژغورل شي.
ښاغلي اتمر ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د سولې هوکړې ته تر رسېدو وړاندې، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سراسري اوربند ته اړتیا ده.
د هغه په وینا د سولې په مذاکراتو کې باید د حکومت استازي، سیاسيون، مدني ټولنې، میرمنې او ځوانان ټول ګډ حضور ولري او ټول په ګډه له نړیوال ضمانت سره د اسلامي جمهوري نظام په ساتنه ټینګار وکړي.
دی وايي، که چیرې امریکا نه شي کولی، له طالبانو سره د موافقتنامې لاسلیک د بین الافغاني هوکړې سره په یو وخت کړي، نو بیا د افغانستان لپاره حیاتي ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقتنامې څخه نړیوال ضمانت پر بین الافغاني هوکړې پورې مشروط او وتړل شي او دا ضمانتونه باید په یو وخت کې د دواړو له پاره وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت هم د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي راکمولو طرحه رد کړې او سولې لپاره یې اوربند مهم او اساسي شرط بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل