د امریکا د پوځ یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله باندې غږ کړي، چې د ټاکنو پایلې ومني ځکه ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره د بریالیتوب مرسته نه شي کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز مرستیال متقاعد جنرال جک کېن په خپله ټوېټر پانه عبدالله ته په خطاب کې ویلي،۳۹ فیصده رایې درسره مرسته نه کوي او د انتخاباتو پایلې ومنه.
نوموړي زیاته کړې«عبدالله د افغانستان په انتخاباتو کې د بري ادعا کوې حال دا چې په قطعي ډول یې انتخابات بایللي دي؛ د ۵۰ اعشاریه ۶۴ په وړاندې ۳۹ اعشاریه ۵۲ فیصده درسره مرسته نه شي کولی. څنګ ته شه. ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرواترو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري، نه تفرقې ته.»
دغه امریکایي جنرال پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په کور د ننه عام خلک هم وایي، د ټاکنو بایلونکي ټیمونه باید وروستۍ پایلې ومني او هېواد د بیا بحران ته نه بیايي.
جمهورخبري آژانس:کابل