پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د سپین بولدک – چمن تر منځ لار د تګ راتګ پر مخ تړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلوچستان ایالتي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لار به سر له سبا دوشنبې کب ۱۲ مې د تګ راتګ په موخه وتړل شي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراختیا ګنګوسې خپرې شوې دي نو له همدې امله یې دغه لار د یوې اونۍ لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
سرچینه کاږي چې د لارې د خلاصېدو او یا بلې پرېکړې په اړه به وروسته معلومات ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل