اېن بي سي تلوېزیون راپورو ورکړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر افغان سوله ننداره جوړوله تر څو د نوبل جایزه وګټي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تلوېزیون ویلي، ټرمپ پر خپلو ملګرو فشار راوستی و څو د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.
دغه رسنۍ ویلي، ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.
دوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې دی ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي.
بلخوا یوه لوړپوړی امریکایي چارواکی وايي، د ولسمشر سلاکارانو ورته ویلي، چې افغان سوله ورو، لړزېدونکی او سخت بهیر دی او ولسمشر باید ځان له ماتېدونکي تړون سره مخ نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل