د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په اړه یې له قزاقستاني دیپلومات سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي،، د افغانستان لپاره یې د قزاقستان له ځانګړي استازي غوښتي چې افغانستان ته د غلو دانو او غنمو صادرات پيل کړي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې د قزاقستان له ځانګړي استازي سره یې پر افغان سولې هم خبرې کړې او په دې برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړی زیاته کړې، دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې به برخه کې د قزاقستان د رول او همکارۍ په اړه هم خبرې کړې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، قزاقستاني لوري په یادو شوو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل