۰

افغانستان کې د کرونا پېښې له ۳ زره واوښتې

سی شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۵
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۳۰ پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۳ زرو واوښت.
افغانستان کې د کرونا پېښې له ۳ زره واوښتې
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۳۰ پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۳ زرو واوښت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې  روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح نن سه شنبې د غوايي ۱۶ مه کابل کې کرونا له پاره د جناح روغتون ځانګړي کولو په مراسمو کې و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۵۹ په هرات، ۴۵ په کابل، ۴۱ په کندهار، ۳۸ په بلخ، ۱۳ په ننګرهار، ۱۱ په لغمان، ۱۱ په تخار، ۱۰ په لوګر، پنځه پنځه په غزني، قندوز، کنړ او بدخشان کې دي.

دغه راز ۲۸ پېښې په پکتیا، ۹ په پکتیکا، ۳ په زابل، ۱۲ په پنجشېر، څلور څلور پېښې په وردګ او کاپیسا، ۷ په پروان، ۶ په فاریاب، ۳ په زابل او یوه په هلمند ولایت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مرستیال په خبره په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۲۴ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که خلک د عامې روغتیا سپارښتنې او کرنتین ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي