د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر تر ۷۲ زره کسانو واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، امریکا کې تر دې دمه ۱۲۳۷۶۳۲ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۷۲۲۷۱ کسه یې مړه شوي دي.
تازه امریکايي چارواکي وایي، چې ښايي په دغه هېواد کې د مرګ ژوبلې او مثبتو پېښو شمېره نوره هم ډېره شي.
په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۲۶۷۰۴ ته رسېدلی او د مړو شمېره بیا ۲۵۸۲۹۵ ته رسېدلې ده.
تر امریکا وروسته هسپانیا، ایټالیا او برېتانیا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري.
همدا راز د مړینې شمېره هم تر امریکا وروسته په برېټانیا کې تر ټولو لوړه ده.
په برېټانیا کې تر دې دمه ۲۹۴۲۷، په ایټالیا کې ۲۹۳۱۵، په هسپانیه کې ۲۵۶۱۳، په فرانسه کې بیا ۲۵۵۳۱ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل