امنیتی چارواکي وايي، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ګڼې ګونې پر مهال موټر بم برید لسګونو ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د برید پخلی کوي، خو وايي د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین وايي، موټر بم برید نن پنشنبې د غوايي ۲۵ مه سهار مهال د ګردیز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوی دی.
نوموړی وايي، په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي نو ښایي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
آرین وایي چې دغه برید د ننګرهار او کابل د بریدونو دوام دی او مسوولین یې لشکر طیبه او حقاني شبکه دي.
په ورته وخت کې د تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ایمل مهمند ویلي، په برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید ۱۶۸ تنو ته او کابل کې پر روغتون برید کابو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت هم چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل