د ایران ولسمشر حسن روحاني ولسمشر غني ته د بیا ځلي ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې او له عبدالله سره یې په سیاسي هوکړه خوښي ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ښاغلي روحاني پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه په تلېفون خبرې کړې او په یو لړ مسایلو او د اړیکو په پراختیا غږېدلي دي.
ښاغلي روحاني د سیاسي هوکړې په اړه ویولي، هیله لري، چې د افغانستان حکومت او د ملي مصالحي عالي شورا د ټولو عناصرو په هڅو سره به افغانان نور سولې ، ثبات او امنیت خاوندان شي.
نوموړي ویلي، چې د ایران حکومت تګلاره د ټولو ګاونډیو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د دوه اړخیزو او دوستانه اړیکو او همکاریو پراختیا ده.
هغه زیاته کړې«موږ په افغانستان کې د ثبات او امنیت پراختیا ملاتړي یوو، موږ باور لرو چې د خبرو اترو له لارې د ټولو اړخونو تر منځ مسایل د اصولو په چوکاټ کې حل شي او پدې لار کې به موږ تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ودریږو.»
د ایران ولسمشر په اقتصادي برخه کې پر دې ټینګار کړي، چې د خواف – هرات ریل پټلۍ په ګډون، د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو کارونه باید چټک کړای شي.
د روحاني په خبره په راتلونکي کال کې د چابهار – زاهدان د ریل پټلۍ بشپړیدل او پرانیسته به یئ په سیمه کې د توکو او ترانسپورت پراختیا کې مثبت بدلون راولي.
ایراني ولسمشر د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ویلي، چې افغان کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړیا لاسرسی نور هم اسانه کړای شوی دی.
په ورته وخت کې ولسمشرغني په سیمه ییز ثبات او امنیت کې د ایران رغنده رول ته په اشارې سره په دغه هیواد غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
هغه په بیلا بیلو برخو کې د ایران او افغانستان ترمینځ اړیکو پراختیا ته هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو د چارواکو په هڅو سره به کابل او تهران د اړیکو او همکارۍ د لا پراخېدو شاهدان شي.
جمهورخبري آژانس:کابل