د کابل پولیس تاییدوي، چې په پغمان ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د غبرګولي ۲۹ مه د کابل پغمان ولسوالۍ په عینو سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې روغتیايي سرچینې هم وايي، دوه جسدونه او ۷ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل