د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس وايي، پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکایي سرتېری باید له افغانستان څخه وایستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی په دې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي نه دي.
جنرال ستاوریدیس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې امریکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د پوځيانو وتل ودروي.
دغه پخوانی امریکايي پوځي وایي چې پر طالبانو هغه وخت اعتماد کیدای شي چې دغه ډله تاوتریخوالی ختم او د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.
د یادونې ده، چې امریکا د روان عیسیوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسلیک کړه.
د دې سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.
اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.
جمهورخبري آژانس:کابل