اې بي سي نیوز راپور ورکړي، چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نه یوازې جنایتونه کړي، بلکې ځینې داسې کړنې یې هم کړې، چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ ویلي، دغه ځواکونو په ارزګان کې د خپل ماموریت پر مهال د هتلر بیرغ ورسره ګرځولی او اوس تازه لاس ته راغلي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د ځینو نورو ډلو تعصبي بیرغونه یې هم ورسره ګرځولي دي.
په دغه راپور کې راځي چې استراليايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دغه بیرغونه ګرځول چې د قوانینو خلاف دي او په دې مانا دي چې دوی په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی دی.
استراليايي قانونپوهانو هم د دغه مسایلو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې استرالیايي ځواکونه تر دې و ړاندې هم افغانستان کې د عامو وګړو په قصدي وژنه هم تورن شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل