له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر مېرمن پرون جمعه د زمري ۲۴ مه ماښام مهال د کابل – پروان پر لویه لار وسله وال برید شوی دی.
د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم مشر او د ملي امنیت مخکینی رییس محمد معصوم ستانکزي په خپل ټوېټر پر مېرمن کوفي د برید پخلی کړی دی.
نوموړي ویلي، مېرمن کوفي د کابل پر لور روانه وه، چې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا تر برید لاندې راغلې ده.
د ښاغلي ستانکزي په وینا مېرمن کوفي په دغه برید کې سطحي ټپي شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه دي.
د هغه په وینا امنیتي ادارې د پېښې په هکله څېړنې کوي چې جزیات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې د افغان حکومت د مرکچي ټیم دغه غړې په داسې حال کې د یوه وسله وال برید هدف ګرځي چې ښايي د حکومت او طالبانو تر منځ په نږدې راتلونکي کې د سولې خپلمنځي خبرې پیل شي.
جمهورخبری آژانس:کابل