ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د کارکوونکو په موټر د سړک د غاړې چاودنې شوې، چې د چاروکو په وینا څلورو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو د امنیتي ځواکونو له خوا پلټنې او څېړنې روانې دي.
د ننګرهارچارواکي وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار