د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سږ کال په دغه ولایت کې په هدفي وژنو کې ۳۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون ویلي، دغه بریدونه سږ کال د روژې میاشتې راهیسې تر اوسه پورې شوې دي.
د سرچینې په وینا په دغه بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا دغه بریدونه عمومآ د موټر سایکل سپرو له خوا پر قومي مشرانو، امنیتي ادارو پر کارکوونکو او پولیسو تر سره شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.
تازه څو ورځې وړاندې د کندهار په ډند ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان له شپږو نورو پولیسو سره یو ځای پر یوه ۱۳ کلن ماشوم جنسي تېری کړی و، چې ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه.
د کورنیو چارو وزارت هم د دغه خبر پخلی کړی وايي، مجرمین یې نیولي او په لومړیو پلټنو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار