ملي دفاع وزارت د کندهار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د دفاعي عملیاتو پر مهال د ۸۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لړم ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پر طالبانو دغه هوایي او ځمکني بریدونه د کندهار په په ژیړۍ، پنجوایي، میوند، میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو کې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان او ۳۰ میله وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې کندهار په درې وروستیو کې یو ځل بیا د جګړو په میدان ګرځېدلی او په تېرو څو ورځو کې په ارغنداب، ژېرۍ او پنجوايي کې خونړۍ جګړې وشوې.
افغان چارواکي وایي، ارغنداب یې په بشپړه توګه له طالبانو پاکه کړې او د عملیاتو پر مهال د بهرنیو وسله والو په ګډون تر ۳۰۰ زیات طالبان په کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل