یوه پخواني امریکایي جنرال او د ناټو چارواکي ویلي، که طالبان فکر کوي، چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره به موخې ته ورسېږي دا یو غلط فکر دی.
د جمهور آزانس د خبر له مخې متقاعد امریکايي جنرال او د ناټو پخوانی چارواکی اډمیرال جیمز سټفریډس وايي، پر تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار به د دغه ډلې راتلونکې تیاره کړي.
نوموړي زیاته کړې« که طالبان فکر کوي چې جګړه به ګټي او یا به د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې خپلو موخو ته رسېږي، خو دا غلطه ده، د دغه کار په ادامې سره یې راتلونکې تیاره برېښي.
دغه امریکايي جنرال ویلي، چې طالبان دې د تاوتریخوالي او جګړې پر ځای د امریکا له رتلونکي ولسمشر سره د سولې پروسې د مخ ته بېولو لپاره هڅه وکړي.
جنرال سټفریډس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل هم یو خطرناک اقدام بللی، چې په وینا یې دا به امریکا او متحدینو ته لو خطر جوړوي.
ده په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړل بللی وایي، له افغان حکومت سره درېدل د امریکا مسوولیت دی او باید ناټو ځواکونه له افغانانو د ترهګرو ډلو پر وړاندې ملاتړ وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل