د ناټو تړون یو شمېر سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې ناټو سازمان به په افغانستان کې حضور او ماموریت ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو یو شمېر سرچینو دغه خبره د جرمني ډي پي اې خبري آژانس ته کړې ده.
دغه سرچینو چې نوم یې نه ده اخستل شوی، ویلي جرمني او نورو متحدانو یې منلې، چې له افغانستانه به د ۱۰ زره ناټو سرتېرو د وتلو پرېکړه ونه کړي.
د سرچینو په وینا دا پرېکړه به د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې وشي، چې روانه اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.
سرچینو ویلي، ناټو به د دې پر ځای له طالبانو یو ځل بیا وغواړي چې شخړې کمې کړي او له افغان دولت سره د سولې د ټکنۍ پروسې د ګړندي کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د ناټو د دفاع وزیرانو په کېدونکې غونډه کې چې چهارشنبه او پنجشنبه به دوام کوي، په افغانستان کې د خپل مأموریت د راتلونکې په اړه داسې مهال خبرې کوي چې د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه چې ایا تر مې میاشتې وروسته به هم د دې هېواد سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او کنه، رسماً پرېکړه نه ده کړې.
خو تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې دوی به د افغانستان وضعیت او شرایطو ته په کتو د ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل