۰

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه استادان و وژل شول

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۰
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه تنه برحال استادان په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه استادان و وژل شول
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه تنه برحال استادان په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

دغه پېښه نن پنشنبې د سلواغې ۳۰ مه غرمه ۱۲:۳۰ بجې کابل پوهنتون ته څېرمه د علي آباد روغتون مخې ته رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه، چې د کابل ښار د دریمې ناحیې اړوند علي آباد روغتون ته څېرمه په یوه کرولا موټر چاودنه شوې، خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې په دغه چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ دوه تنه استادان وژل شوي، خو په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند حامد عبیدي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې معروف راسخ او مبشر مسلمیار د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ برحاله استادان و.

نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل ویل یې دا د کورنیو چارو وزارت دنده ده، چې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

معروف راسخ د شرعیاتو پوهنځۍ هغه استاد و، چې څه موده وړاندې د داعش لپاره د تبلیغ په تور د ملي امنیت له خوا نیول شوي و خو بېرته یې خوشی کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې هم د پولیسو په یوه رنجر موټر مقناطسي ماین چاودنه شوې وه، چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو دوه میاشتو کې نېږدې هره ورځ چاودنې او هدفي وژنې کېږي او د کابل هر سهار په چاودنو پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي