افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده، چې ورته ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د کب ۴ مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۲۶ غونډه کې وکړې.
ښاغلي غني زیاته کړه، په هېواد کې د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې په وړاندې سیستماتیک یرغل دی.
نو ځکه په وینا یې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده چې ورته ورسیږي.
ښاغلي غني وايي، سولې ته لاسرسی د افغانستان ملي لټون دی او دا مهال ټول افغانان د یو داسې ډیموکرات خپلواک او یو موټي افغانستان د جوړولو لپاره ګډه اجماع لري چې هم خپلو کې او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.
ولسمشر ټینګار وکړ، چې دا مهال سولې ته د سیاسي هواري له لارې د رسېدو په برخه کې د تاریخ په یو نادره شېبه کې دي او په وینا یې افغانان او حکومتیې د دې پرانیستې شېبې د بېړنيتوب درک لري.
هغه په افغانستان کې پر اقتصاد د روانې جګړې د اغېزو په اړه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د یو معلومات راټولوونکي سازمان په حواله وویل چې یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو سره تړلو فعالیتونو د افغانستان کورنیو ناخالصو عوایدو ته ۱۸،۶ سلنه زیان اړولی دی.
د ولسشمر په وینا په افغانستان ۱۵۲ زره کسان د جګړو له کبله معلول شوي او شاوخوا ۴۰۰ زره کسان بیا په کور دننه د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.
ښاغلي غني د بشري حقونو د شورا په ۴۶مې عادي غونډه کې د وینا پر مهال دا هم وویل چې په ایران او پاکستان کې لا هم شااوخوا پنځه ملیونه افغانان کډوالۍ کې ژوند کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل