د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د اقتصاد د رییس ګل محمد ارین څارنوالۍ ته د معرفي کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دغه دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اقتصاد رییس ګل محمد آرین د کندهار والي روح الله خانزاده له خوا څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ارین د اداري فساد، وظیفوي غفلت او وظیفوي تداخل په تور څارنوالي ته معرفي کړل شوی دی.
والي ویلي، د اقتصاد رییس یې ځکه څارنوالۍ ته معرفي کړی، چې د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.
د والي دفتر له خلکو غوښتي، چې که د اقتصاد د رییس او یا هم نورو ټولو مسوولینو د فساد په اړه اسناد او شواهد لري د ولایت له مقام سره یې د شریک کړي.
د کندهار والي ټینګار کړي، چې د فساد سره مبارزه یې د کاري لومړیتونو څخه ده او خبرداری یې ورکړی هر څوک چې د خلکو حقونو تر پښو لاندې کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې وروپېژني.
جمهورخبري آژانس:کندهار