د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر سټیفانو پونتیکوروو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن یکشنبې د کب ۲۴ مه د ښاغلي محب په دفتر کې شوې ده.
د ملي امنیت شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي همکاریو، د اوربند د ملاتړ او تاتریخوالي په کمولو کې د اقداماتو په هلکه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د خپل ترکي سیال مولود چاووش اغلو او کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره پر سوله خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل