د کرنې وزیر ډاکتر انورالحق احدي له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه فابریکه د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ۴۰ سلنه پیسې یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير احدي وايي، دا پروژه په يو ساعت کې د يو ټن مميزو د پروسس وړتيا لري، چې موخه یې بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي.
ښاغلی احدي وويل، چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی او د دې ولايت د انګورو محصولاتو خوندي کولو او د انګورو بڼوالو د عوايدو زياتولو او معياري مميزو د توليد په پار تېر کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولايت کې څه باندې ۹۰۰معياري مميزخونې جوړ شوي دي او په راتلونکي کال کې به نور مميزخونې هم جوړ شي.
د یادې فابریکې د پرانستې په مراسمو کې د کندهار مرستيال والي اغا لالی دستګیري و ويل، چې د دغو فابریکو جوړېدل کولای شي، چې هېواود په پښو ودروي.
د یادونې ده، چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی، چې د کال زرګونه ټنه انګور توليدوي.
د کرنې وزارت وايي، د دوی له خوا د دې ولايت د انګورو خونديکولو او معياري مميزو توليد په پار يوازې تېر کال په دې ولايت کې ۹۱۱معياري مميزخونې جوړ شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانيستې سره به مميز په معياري ډول پروسس او کورنيو او بهرنيو هېوادونو ته به صادرشي، چې د بڼوالو د اقصادي ودې ترڅنګ به د ملي اقتصاد د ودې لامل هم شي.
جمهورخبري آژانس:کندهار