چین یو ځل بیا د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی وايي، په سیمه ییزه کچه به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره تلېفوني خبرو کې کړې دي.
د ملي امنیت شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښاغلي محب او ښاغلي يي تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د غوايي ۲۸ مه شوې دي.
سرچینه وايي، وانک يي په خپلو خبرو کې و ویل، چې هېواد یې د افغانستان د سولې کلک ملاتړ کوي او په سیمه کې یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي.
خبرپاڼه کې د وانک يي له قوله ویل شوي، چې د روانې جګړې د ختمولو یوازینې مناسبه حل لار مذاکرات او سیاسي جوړجاړی دی.
د امنیت شورا د معلوماتو په اساس وانګ یي وړاندیز کړی چې چین به په افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه ییزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي.
په ورته وخت کې ډاکتر حمدالله محب ویلي، افغانستان هیله من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي. له دې جملې د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه یادولای شو، دغه راز د چین وړتیا ګټوره وبلل شوه.
باید و ویل شي، چې چین تر دې وړاندې هم په وار وار د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی و.ګ
یاد هېواد د ترویکا هیوادونو په چهارچوب کې په افغانستان کې د طالبانو د نوي اسلامي امارت د رامنځته کېدو له څرګندونو سره مخالفت کړو.
جمهورخبري آژانس:کابل