اروپايي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ یا لوږې خطر د مخنیوي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د بودجې او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه بروکسل کې د خبري غوندې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، د اروپايي ټولنې کمېسیون په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي بشردوستانه مرستو په توګه ۲۵ میلیونه یورو جلا بېل کړي.
دی وايي، دا مرسته به د وچکالۍ په خاطر ده چې دا هېواد یې ځپلی او د لږ تر لږه ۱۱ میلیونو کسانو لپاره یې د خوړو د کمښت ناورین رامنځته کړی علاوه په دې چې درې میلیونه کسان وار دمخه د خوړو د کمښت له بیړني حالت سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نا امنیو تر څنګ وچکالیو هم زرګونه کسان له خپلو اصلو مېنو کډوالۍ ته اړ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل