د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف وايي، نړیوالو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروف د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې کېدای شي د دغه هېواد وضعیت په چټکۍ سره خراب شي.
نوموړي افغانستان کې د امنیت خرابېدو په صورت کې روسیه د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو ده.
د هغه په وینا روسیه به د خپلو ملګرو د امنیت لپاره په تاجکستان کې له خپلې لویې پوځي اډې کار واخلي، څو امنیت ټینګ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالو نیوکه کړې وايي، نړیوالو د دوه لسیزو په تېرېدو سره په افغانستان کې د ثبات لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
د یادونې ده، چې لاروف دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تاجکستان پرون د افغان-تاجک پولې د امنیت ساتنې لپاره د دغې پولې په اوږدو کې شاوخوا شل زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل