د برېتانیا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې برېتانوي ځواکونه دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاني مېرسر او توبیاس ایلووډ په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې خونړي بریدونه پیل کړي دي.
دوی ټینګار کړی، چې برېتانوي ځواکونه باید بېرته افغانستان ته ستانه شي او برېتانیا باید دا ثابته کړي، چې د نړیوال نظام د راوستلو لپاره هڅه کوي او د دغه ډلې پر ضد دې اقدام وکړي.
دغه پخوانیو چارواکو دا هم ویلي، چې برېتانیا په سیمه کې هوایي ځواکونه لري او د هوایي بریدونو لپاره باید د افغان حکومت غوښتنه پر ځمکه ونه غورځوي.
د دوی په وینا برېتانیا باید د افغانستان په اړه ژر تر ژره نړیوال کنفرانسونه راوغواړي او له خپلو ملګرو هېوادونو سره دې په ګډه په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره هڅې وکړي.
مېرسر او ایلووډ خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې پر وخت اقدام ونه شي نو د دې احتمال شته چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې خاورې شي او په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې شل کلن حضور له پوښتنې سره مخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل